ایکنانیوز د الجزیره له قوله راپور راکړ، میرمن شیما نعیم ، د متصل سند د مطالعې پړاؤ پیل کړی ؤ ،خو د وحشي صهیونیسټي رژیم په بمباریو کې په آمان کې پاتې نه شوه .
میرمن شیما(ام تیسیر)یوې فلسطینۍ جینۍ ،خور ،ماندنې او مور په ماشوموالي کې قرآن کریم حفظ کړ او د هغې کورنۍ او دوستانو هغه یوه مهربانه ، ،لوړهمت لرونکي ، باهوش ، زغم لرونکي او پاک طینیت لرونکي بانو بللې ده .
میرمن شیما نعیم د ډینټل پوهنځي څخه فارغ التحصیله وه او پخپل کلاس کې ئې لومړۍ مقام ترلاسه کړی ؤ او په جرمني او انګریزي ژبو باندې مسلطه وه او دغه راز له ترکي ، فرانسیسي اوعبري ژبو سره هم ښه بلده وه.
د خپل پرمختګ لپاره د شیما لوړ همت او خوبونه همدلته نه ختمیدل ،هغه له فارغ التحصیلۍ وروسته د ډیزانینګ، ژبې زده کولو او بازار موندنې په مختلفو پړاؤنو کې هم ګډون کړی ، که څه له خپل درې کلن زوي ؛تیسیر روزنه ئې هم په غاړه وه او ورسره ئې ډيره مینه کوله.
میرمن شیما ن عیم په دیر البلح کې له خپل زوي ، خور او د کورنۍ له نورو غړو سره یو خاي د وحشي صهیونیسټي رژيم په بې آمانه بمباریو کې شهیده شوه . یاد او خاطره ئې تل ژوندئ